له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کورډ اېډ نړیوالې موسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۶ - ۱۵:۲
تصویر خبر

نن ورځ د سه شنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د کورډ اېډ نړیوالې مؤسسې د عملیاتي چارو له عمومي رئیسې میرمن مونیکا ماریا، په افغانستان کې د کورډ اېډ موسسې رئیس، سید لطیف احمد بشردوست، له ډونرانو سره د اړیکو مسؤلې مېرمن جوهانا ماریا، د کورډ اېډ مرکزي دفتر د بشري پروګرامونو له رئیس، کورنیلیس ډي رونر او د پلاوي له نورو غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې ناسته کې، الحاج ملا نورالدین ترابي، یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چې اقلیمي بدلونونو په نړیواله کچه زیاتې منفي اغېزې پرېیښې دي، چې افغانستان هم د خپل جغرافیایي موقعیت له امله له دې بدلون څخه اغېزمن شوی دی.
ترابي صاحب زیاته کړه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، په افغانستان کې د ټولو فعالو مؤسسو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي، تر څو خپل فعالیتونه په شفافه او اغېزمنه توګه ترسره کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید د افغان ولس د حقیقي اړتیاوو له مخې ووېشل شي او اړین توکي باید د پروژې د پلي کېدو له ځایه وپېرل شي، ترڅو هم سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړی شي او هم د ګټې اخیستونکو لپاره ګټور تمام شي.
د ادارې سرپرست همداراز څرګنده کړه، چې افغانستان یو له زیان‌منونکو هېوادونو څخه دی، او ډېری مؤسسې د بشري مرستو د وېش په برخه کې فعالیت کوي او موږ له هغوی تمه لرو چې د خطرونو د کمولو او مخنیوي بنسټیزو پروژو ته هم لومړیتوب ورکړي.
نوموړي وویل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، یو جامع او بشپړ معلوماتي سیستم جوړ کړی، چې د کلیو او ولسوالیو تر کچې یې د زیان‌منونکو سیمو معلومات په کې ثبت کړي، او د همدې سیستم له مخې، د اسلامي امارت له بودجې څخه وقایوي پروژې پلي کېږي. هغه له مؤسسو وغوښتل چې په دې برخه کې لا ډېره همکاري وکړي، ځکه وقایه له رسېدنې څخه غوره ده. 
ورپسې، په افغانستان کې د کورډ اېډ مؤسسې رئیس، سید لطیف احمد بشردوست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست له ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه، او ویې ویل چې دوی به خپل راتلونکي پرګرامونه د یادې ادارې د مشورو او لارښوونو له مخې تنظیم کړي.
ورته مهال، د کورډ اېډ مؤسسې پلاوي غړو په افغانستان کې د خپلو بشردوستانه فعالیتونو د دوام په اړه ژمنتیا وښوده او ژمنه یې وکړه چې د یادې ادارې وړاندیزونه، په ځانګړې توګه د پروژې د پلي کېدو د ځایونو له بازارونو څخه د توکو اخیستلو او د وقایوي پروژو پراخول به له خپلو ډونرانو سره شریک کړي.
په پای کې دواړو لورو د طبیعي پېښو د مدیریت په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د کورډ اېډ پلاوي ژمنه وکړه چې خپلې پروژې به له نورو مؤسسو او ډونرانو سره هم شریکې کړي.

نېټه: ۸ /۱۱ /۱۴۴۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د باران او سېلاب له امله ۳۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د PUMI موسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت په کوزکونړ، مهمندره، سرخرود ولسواليو او جلال آباد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٠٧ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO مؤسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام WFP دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۹:۱۹
Background image

په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې د ماین پاکۍ برخې په ملاتړ ۲ عدد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .