له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د یوسف مصور د مېوې وچولو د ماشینونو د تولید شرکت له پلاوي سره وکتل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
تصویر خبر

نن سهار د پنجشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي د سوداګرو د ټولنې د عامه اړیکو له رئیس عبدالقادر عاشوري، د یوسف مصور شرکت له نوښتګر او رئیس، انجنیر عبدالوکیل حمیدپور، او همداراز له محمد ابراهیم او محمد هاشم بایقرا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د دوی د مېوو د وچولو د ماشینونو د نوښت، د هغوی د کار کولو څرنګوالي او د بېلابېلو ولایتونو لپاره د کارولو په اړه یې خبرې واورېدې.
په دې ناسته کې ترابي صاحب د یاد شرکت پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چې د دوی د تولید شویو ماشینونو په پام کې نیولو سره، په کرنیزو محصولاتو کې پانګونه کولای شي هېواد پر ځان بسیا کړي، او له بل پلوه دا کار د خلکو لپاره د کار زمینې برابرولی شي. هغه زیاته کړه، چې موږ نه یوازې تاسو د دې کار دوام ته هڅوو، بلکې کوښښ کوو چې موسسې هم وهڅوو څو له دغو ماشینونو څخه د بدیلې مرستې په توګه ګټه واخلي.
همداراز، د یاد شرکت پلاوي د ماشینونو ډولونه، د هغو د کار طریقه، په ټولنه کې یې اغېزمنتیا، قیمت او د مېوو او سبزیو د وچولو څرنګوالی تشریح کړ او زیاته یې کړه، چې دا ماشینونه د لمریزې برېښنا (سولري بریښنا) له لارې کار کوي، او ظرفیت یې له ۱۰ کیلو ګرامه تر ۵۰۰۰ کیلو ګرامه پورې رسېږي.
هغوی یادونه وکړه، چې هر کوچنی کورنۍ ماشین کولای شي د یوې کورنۍ لپاره په یوه ورځ کې له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ افغانیو پورې عاید ولري، چې دا کار په هېواد کې د بیکارۍ په کمښت کې خورا اغېزناک تمامېږي.
د یادونې وړ ده, چې د دې ناستې په پای کې، ګډونوالو ته د ماشینونو په اړه یو بشپړ پرېزینټېشن وړاندې شو. په دې پرېزینټېشن کې معلومات ورکړل شول چې د هر ډول تازه مېوې لپاره داسې ماشینونه جوړ شوي چې کولای شي په ۱۲ ساعتونو کې تر ۵ ټنه مېوه وچه کړي. د دې ماشینونو له لارې وچې شوې مېوې به د لوړ کیفیت درلودو تر څنګ, پاکې, بې له دوړې او ډېرې شفافې وي او په بازار کې به د نورو مېوو په پرتله په لوړ قیمت پلورل کېږي. د بېلګې په توګه، د دغو ماشینونو له لارې د انځر، ممیز یا نورو مېوو وچول به ښه ګټه ولري.
 
نېټه:۱۴۴۶/۱۱/۱۰ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۵:۳۱
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۲۸ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په فراه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۳:۱۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٤٧ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM او WFP سازمانونو په همغږۍ، د یاد ولایت په چک او نرخ ولسوالیو کې د وروستیو ویجاړوونکو سیلابونو له امله ٤٧ زیانمنو شویو کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .