له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په جوزجان ولایت کې د یو جوړ شوي ګبیوني دیوال د کیفیت څارنه وکړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۷:۲
تصویر خبر

نن ورځ د پنجشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، چې د اداري چارو او خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو د بهیر د ښه والي په موخه یې ولایتي سفرونه پیل کړي، د جوزجان ولایت په فیض‌ آباد ولسوالۍ کې د یادې ادارې لخوا جوړ شوي د یو ګبیوني دیوال د کار د کیفیت څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د دغه دېوال د څارنې پر مهال وویل چې د وقایوي پروژو پلي کول د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په برخه کې ډېر مهم او اغېزناک دی، او زیاته یې کړه چې وقایه تل له درملنې غوره ده، ځکه چې موږ کولای شو د یو میلیون افغانیو په لګښت سره یوه وقایوي پروژه پلي کړو او له دې لارې د پېښو له امله د لسګونو میلیونو افغانیو د پېښو احتمالي زیانونو څخه مخنیوی وکړو.
یاد دیوال د سیند د شکن د تحکیماتي پروژې تر نامه لاندې د فیض‌ آباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې د ۱۷ متره اوږدوالي په غرقه، په څنګونو کې ۴۰ متره، د ۸ متره په لوړوالي او د ۴۸۰ متره مکعب په مجموعي حجم سره جوړ شوی دی. دا ګبیوني تحکیمات د ډبرو سره یوځای شوي، چې د پلي کولو په پایله کې یې ۳۰۰ هستوګنیز کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له خطر څخه خوندي پاتې شوي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمې اوسېدونکو د ترابي صاحب او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه مننه او قدرداني وکړه او د دې پروژې پلي کول یې حیاتي وباله او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول نورې وقایوي پروژې دې هم طرحه او پلي شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۲۷
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پغمان ولسوالۍ کې د ۲.۳ کیلو متره سرک د جوړولو او بیارغونې له کار څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي نجیب الله انوري او ورسره مل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۸
Background image

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې، چې د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوی و، په بریالیتوب سره بشپړې کړې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۷:۲
Background image

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې، چې د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوی و، په بریالیتوب سره بشپړې کړې.

دغه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .