له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په روسیه کې مېشت د افغان سوداګرو لخوا مرسته سوي خوراکي موادو تسلیمي واخیسته

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۵:۱۸
تصویر خبر

نن ورځ له غرمې مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د خبریالانو او رسنیو په شتون کې په روسیه کې مېشت د افغان سوداګرو لخوا د اړمنو لپاره مرسته شوي خوراکي توکي د افغان بزنس سنټر استازي محترم عبدالسمیع الکوزي څخه تسلیمي واخیسته.
ترابي صاحب خبریالانو ته ووېل چې نن ورځ مو په روسیه کې مېشت د افغان سوداګر له استازي څخه ۳۵.۵ ټنه خوراکي توکي چې پکښې۵۰۰ بورۍ اوړه، ۳۰۰ بورۍ وریجې او ۳ ټنه غوړي شامل دي مونږ یې تسلیمي واخیسته او له هغوی یې په قدردانۍ سره د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه. 
نوموړي د خبریالانو لخوا د راتلونکي ژمي لپاره د ژمنیو مرستو په اړه پوښتنو ته په ځواب ویلو سره ووېل چې موږ راتلونکي ژمي ته د چمتووالي په حالت کې یو او په دی اړه مو له موسسو او بېلابېلو سازمانونو سره خبرې هم کړې  دي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان په بېلابېلو ولایتونو کې اړمنو ته د نغدو پیسو د وېش ژمنه کړې ده. 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د دې ترڅنګ چې د سروې او خلکو ته د مرستو د وېش په برخه کې د شفافیت رامنځته کولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په تېرو څه باندې دوه میاشتو کې مو په مجموع کې څه د پاسه ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې د مرستو د وېش هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي .
ورته مهال عبدالسمیع الکوزي ووېل، دغه مرستې په روسیه کې مېشت د افغان بزنس سنټر مشر محترم حاجي نادرشاه لخوا ترسره شوې دي او اختیار یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره دی چې له چا سره مرسته کوي او دغه ډول مرستې به په راتلونکې کې هم دوام ومومي. 

د ربیع الاول ۲۳-۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له رئیسې سره وکتل

نن د سه‌ شنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۰
Background image

د نیمروز ولایت د زرنج – چخانسور په عمومي سړک باندې د یو پلچک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت اړوند د زرنج – چخانسور پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۱۷ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې وېشلې 

د سمنکان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بیړنیو حالاتو کمیسیون له بودجې څخه د یاد ولایت په مرکز کې، د وروستۍ زلزلې له امله ۹۱۷ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .