له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۲:۳۷
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزی او د هغه له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لوریو د ګډې لېوالتیا لرونکو موضوعاتو تر څنګ، په هېواد کې د پېښو د مدیریت د ظرفیت لوړولو په اړه هر اړخیز بحث وکړ. 
محترم ترابي صاحب برېټانیایي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چې زموږ انساني ډیپلوماسي دا ایجابوي چې له ټولو هېوادونو او بنسټونو سره ښې اړیکې ولرو، څو وکولای شو د خپلو خلکو لپاره پراخې مرستې تر لاسه کړو او د همدې لپاره موږ د هېواد په کچه د هغو سازمانونو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، چې د بشردوستانه چوکاټ له لارې د هېوادونو مرستې تر مستحقو خلکو رسوي.  
د ادارې لوی رئیس همدارنګه د لیدنې پر مهال له یاد پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چې د زړه سوري ناروغانو د درملنې د پروګرامونو ملاتړ، د لټون او ژغورنې د ټیمونو جوړولو او د پرمختللو وسایلو په مرسته د هغوی تجهیز، د رضاکارو ټیمونو پیاوړتیا، او د کوچنیو وقایوي پروژو پلي کولو په برخه کې له ادارې سره مرسته وکړي. هغه ټینګار وکړ چې که د مجهزو سیمه ییزو ټیمونو لپاره اړین امکانات ولري، د هغوی اغېزمنتیا به څو برابره لوړ شي. 
په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزی د لیدنې له فرصت څخه خوښي وښوده او ویې ویل چې په بشردوستانه چارو کې د اغېزمنو اړیکو رامنځته کول ډېر مهم دي. او موږ تل د رسنیو له لارې ستاسو فعالیتونه تعقیبوو او د دې ترڅنګ چې ستاسو د فعالیتونو ستاینه کوو، دا زموږ لپاره په ډاګه شوې چې تاسو څه ډول د خپلو همکارانو او کاري شریکانو ستونزې حل کوئ.
نوموړي د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو وړاندې کولو د بهیر د یادولو ترڅنګ څرګنده کړه، چې د دوی له لوري د لا زیاتو بشري مرستو د ورکړې امکان شته، او ژمنه یې وکړه چې د لټون او ژغورنې د ټیمونو د جوړولو او تجهیز، او همدارنګه د رضا کارانو په برخه کې به د خپلو بشري بنسټونو له لارې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره ګډه همکاري وکړي.
په پای کې، دواړو لوریو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وکړ او په بېلا بېلو برخو کې یې د نږدې اړیکو دوام د ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره ګټور وباله.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۲:۳۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزی او د هغه له مل پلاوي سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له هغو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره، چې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو له کمېسیون څخه یې ترلاسه کړي وو، د یاد ولایت بېلا بېلو ولسوالیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .