له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د (UNDP) له رئیس سره وکتل
نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کي د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس ښاغلي سټیفن رودریګز، د اقلیمي بدلون د پرټفولیو معاون ښاغلي نجیب الله یوسفي او د ارشد تخنیکي متخصص سید آصف محمدی سره وکتل.
ترابي صاحب د یاد سازمان راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي یو دبل سره همکاري کوو او موږ تل هڅي کړي دي چي دبیلابیلو سازمانونو او مؤسیسو په همکارۍ خلګو ته اساسي خدمتونه ترسره کړو.
همدا راز ترابي صاحب وویل چي ددې ادارې د انجینرۍ ټیم په مرسته مو شاوخوا ۴۰۰۰ زره هغه نقطې معلومي کړي دي چي پروژو ته ضرورت لري او شاوخوا د ۸۰۰ هغه نقطو چي پروژو ته ضرورت لرې د ډیزاین او براورد ټول مو کارونه خلاص کړي تر څو سازمانونه او مؤسیسات پر دغه پروژو کار وکړي.
ورسته ښاغلي سټیفن رودریګز وویل چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په کارونو کې چټکتیا روښانه ده او موږ له تاسو مننه کوو چي کارونه مو په چټکۍ روان کړي دي.
همدا راز ښاغلي رودریګز وویل چي د پېښو د مدیریت په برخه کي به په ګډه هڅه کوو چي خلګو ته اساسي کارونه وکړو او هغه لیستونه به موږ ته راکړئ چي ددې ادارې د انجینرانو لخوا شاوخوا (۴۰۰۰) زره نقطې معلومي سوي دي.
په ورسیتو کي د دواړو لورو لخوا ژمنه وسوه چي په ګډه به هغه ستونزي له منځه وړو چي خنډونه یی رامنځ کړي دي.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۵ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره
