له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مرکزي پلاوي ۵ تنه مرکزي کارکوونکی د ترابی صاحب په لارښوونه د مشرقی زون د نورستان، کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونوڅخه د څارنې او ارزونې په موخه او ټولۍ چاري یې وکتلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۵:۵۴
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۵ کسیز پلاوي چې د څارنې او ارزونې ریاست څخه د ارزوني کارپوه، د پیښو د خطرونو د مخنیوي او کمولو ریاست څخه دتحلیل او ارزوني کارپوه، د بیړینو حالاتو د ریاست څخه د NDMIS آمر، د کارکونکو د چارو ریاست څخه اجرائیه مدیر او د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه د ډیزاین او ایډیت مدیر د څارنې او ارزونې، د کارونو د لا شفافیت او پرمختګ په موخه د  دمشرقی زون دیادو ولایتونو    څخه کتنه وکړه. 
د ۳۳ ولایتونو د څارنې او ارزونې دا لړۍ چي شاوخوا یوه اونۍ مخکې د ترابي صاحب په لارښوونه پیل شوې، د زونونو په حساب هر زون ته ۵ کسیز پلاوی لیږل شوی دی، چي و به وکولای سي چي د ولایتي ریاستونو په کارونو کي بشپړ شفافیت، پرمختګ او چټکتیا رامنځته کړي او ټول کارمندان به د خپلو لایحو او کاري پلانونو سره سم کار کولو ته اړ کړي تر څو د اولس لپاره غوره او پر وخت خدمتونه ترسره کړي.
مشرقي زون ته استول شوي ۵ کسیز پلاوي   دیادو ولایتونو د یادو ولایتونودفترونه، کارونه، دوسیی، ګدامونه، ادارې او نشراتي اسنادو څخه څارنه وکړه او د ټولو کارکوونکو څخه یی د دندو د لایحو او کاري پلان پوښتنه وکړه او ټولو ته یی سپارښتنی وکړی چي خپل کارونه پر وخت خلاص کړي. همدارنګه، د ټولو دفترونو مخ ته لوحې نصب شوې د هر بست عنوان پر ولیکل شو او د ټولو دفترونو پر دروازو لوګوی نصب شوې او ټولو کارکوونکو ته توصیی وسلوی چې د مرکزي ادارې څخه د استول شويو  ټولوحکمونو څخه په ښه توګه استفاده وکړي او د چارو د پر مخ وړلو لپاره ګټه ورڅخه واخلي.

نیټه:۱۴۴۶/۸/۲۵  هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵
Background image

د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیسانو د ظرفیت لوړونې تخصصي سمینار د پېښو د اغېزناک مدیریت پر پیاوړتیا په ټینګار سره پیل شو

نن شنبه سهار، د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیسانو د ظرفیت لوړونې یو اوونیز تخصصي سمینار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۴۸
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د اوبو کانال د پاکولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند د سیدآباد او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د ښوېېدو له ګواښ سره مخ ۱۸ لویې خطرناکې ډبرې وېجاړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د مرکز اړوند په الیاس‌خېل کلي کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .