محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست کونړ ولایت ته سفر وکړ او د سېلابونو له امله د شهیدانو ورثه ته یې نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۸:۴۸
news image

اسعدآباد- د محرم 12-1446/ د چنګاښ 28-1403
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست, کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د محترم مولوي عبدالله حقاني د یاد ولایت مقام مرستیال په ملتیا, د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد اړوند سیمه کې یې د سېلابونو له امله د شهیدانو له ورثه سره وکتل, شهیدانو ته یې له خدای ج څخه د جنت الفردوس دعا وکړه او هغوۍ ته یې د تسلیت ورکولو ترڅنګ د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه او د ریاست الوزرا مقام د خواخوږي او غمشریکي پیغام بیان کړ, او د هر شهید کورنۍ ته یې 100 زره افغانۍ ووېشلې,
د دې ترڅنګ نوموړي زیاته کړه چې دا نغدي مرستې د شهیدانو د ژوند عوض نشي کېدای او یوازې د خواخوږۍ په توګه تاسو ته درکړل شوې.
همدارنګه ښاغلي ترابي صاحب, د سېلابونو له امله له زیانمنې سیمې څخه لیدنه وکړه, او د خلکو د ستونزو د اورېدو ترڅنګ یې هغوۍ ته د بشري مرستو رسولو او د وقایوي پروژو پلي کولو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې, محترم الحاج ملاجانان سایق, د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونو په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ, او په همدې سیمه کې یو لوري ته چې استنادي دیوال د سېلابونو د خطرونو کمولو په موخه جوړ شوې و, نو په هغه سیمه کې د سېلابونو له زیانونو مخنیوی شوی و, خو بل لوري ته چې استنادي دیوال نه و, په هغه لوري کې د سېلاب له امله یو کور زیانمن شوی و.
ورته مهال د شهید ورثه او نغدي مرستې ترلاسه کونکي د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له خواخوږۍ او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست له راتګ او غمشریکي څخه مننه وکړه او د اسلامي نظام د بقا او په ټوله نړې کې د اسلامي نظام د راتلو لپاره د دعا کولو ترڅنګ له اسلامي امارت څخه د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.

news image


 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیو د بیارغونې او پرمختیایي پروګرام (RRDPO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۲
Background image

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۴ قلمه ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د اومر ماین پاکۍ مؤسسې د چټک غبرګون (OMAR-QRT-02) ټیم، د ډنډ پټان ولسوالۍ د حسن‌خېل کلي څخه ۴ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۱
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سید احمد سیلاب خیریه بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت د شینواري ولسوالۍ ۲۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سختو بارانونو له امله زیانمنې شوې وې، له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .