ننګرهار ولایت ته د پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال سفر

rahyab
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲ - ۱۰:۱۷
PIc1

مطیع الله صافی پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال د یکشنبی په ورځ د مرغومی په ۱ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
ښاغلی صافی او د هغه دولتي پلاوی د افغانستان اسلامی جمهوریت جلالتمآب جمهور رییس د کتبي لارښووني پر بنسټ د شینوارو، دربابا، سپین غر، اچین، نازیان او هسکي مینه د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله زیانمن شویو سره د مرستو لپاره له هغوی سره وکتل او د سپینږیرو، متنفذینو، ځوانانو، مدني ټولنو بنسټونو او د دی ولایت له ولسوالانو سره یی لیدنه او خبري وکړی.
په دی سفر کي د ښاغلی صافی سره د جمهوری ریاست د چارو د اداری لوی ریاست تخنیکی مرستیال بشرمل، د کلیو او پراختیا، د ښار جوړوني او ځمکي، د کرني اوبو لګونی او مالداری وزارتونو مرستیالانو یاري وکړه.
د یادوني وړ ده چي پیښو ته درسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال، د خلکو د ستونزو او وړاندیزونو د اوریدو وروسته د ستونزو د حل لپاره لازمي لارښووني وکړي.
PicPic7
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .