په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونه؛ ۹۶۵ زره کسانو ته به بشري مرستې وویشل شي

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۵:۱۲
تصویر خبر

کابل- د مرغومي ۲۷مه-۱۴۰۱
په هېواد کې د سختې یخنۍ له امله احتمالي زیانمنو ته د رسېدنې لپاره بېړنۍ غونډه نن ورځ د الحاج ملا محمد عباس آخند په مشرۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو او د پېښو په برخه کې د همکارو موسسو د مسوولینو په حضور کې ترسره شوه. 
په دې غونډه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د ملي او نړیوالو موسسو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو له بشري مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ورښتونو، واورو او سړې هوا له امله تر اوسه ۲۶ کسان شهیدان او ۷۰ زره څاروي لمنځه تللي دي، نو پکار ده چې د لا زیاتو انساني او څارویو د زیانونو د مخنیوي لپاره بشري مرستې ترسره شي.
نوموړي ووېل چې د ژمي له پيل څخه تر اوسه د موسسو په همکارۍ څه باندې ٥٠٠ زره کسانو ته بشري مرستې وېشل شوې دي او زياته يې کړه، چې د سړې هوا له امله احتمالي پېښو ته د رسېدنې په موخه ١٥ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکي به د هېواد ۱۳ ولایتونو ته ولېږدول شي.
الحاج ملا محمد عباس اخند، د پامیریانو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د پامیریانو د کورونو، ښوونځیو، روغتونونو او نورو ستونزو د هواري په برخه کې یې د ملګرو ملتونو دفترونو او موسسو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه په هېواد کې په راتلوونکو ورځو کې د هوا د لاسړېدو څخه د يادونې ترڅنګ وويل: د بشري مرستو د دوام او د مرستو د رسولو د بهير د چټکتيا او د مرستو د ښه مديريت او د مرستو په رسولو کې د روڼتيا د رامنځته کېدو په موخه يې د دغه وزارت او ملي او نړیوالو موسسو ترمنځ پر همغږي یې ټینګار وکړ.
دغه راز د UN-OCHA دفتر استازي وویل: د ملګرو ملتونو دفترونه په پام کې لري ترڅو ۹۶۵ زره کسانو ته بشري مرستې ووېشي او د بشري مرستو د دوام ژمنه یې وکړه. 
ورپسې د IOM، DRC او UNHCR دفترونو استازو د خپلو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ۱۳۰ زره کورنیو سره بشري مرستې شوي دي او ژمنه یې وکړه چې خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.
د خوړو نړیوال سازمان او د هستوګنې لپاره د آقا خان دفتر د خپلو فعالیتونو او دندو په اړه خبرې وکړې او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د غونډې په پاۍ کې د پامیریانو د مشکلاتو هوارېدو، د هوا سړېدو له امله زیانمنو ته په وخت رسېدنه او د پېښو وزارت او ملي او نړیوالو موسسو ترمنځ پر همغږي باندې ټینګار وشو.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مهمندرې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د ټولنې په کچه د ژغورنې کېټونه ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SCI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د مهمندرې ولسوالۍ د ګردي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۸
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ کارګرو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ګلتپې ولسوالۍ کې د «کار په بدل کې غنم» د پروګرام په دوام ۱۲۰ کارګرو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شیب‌کوه ولسوالۍ کې د سېلابي لارې جوړولو د پروژې له کار څخه څارنه وکړه

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي ټیم، د شیب‌کوه ولسوالۍ په دورجو کلي کې د سېلابي ‌لارې جوړولو د پروژې له کار څخه تخنیکي څارنه وکړه او د کار د لا ښه پرمختګ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .