په بغلان ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست, د خلکو له لوري د یاد ریاست له بېړنۍ شمېرې (0708606060) سره د اړیکې پر بنسټ, د MCPA مؤسسې د چټک غبرګون ټیم (MCPA-QRT-01) د ماینپاکۍ د عملیاتو په موخه د بغلان ولایت د پلخمري ښار پنځمې ناحیې نصرتمینې کلي ته واستوو.
یاد ټیم د ماین پاکۍ عملیاتو په ترڅ کې یو فیر توپچي مرمۍ (Artillery) او دوه فیره لاسي بمونه (Grenades) کشف په خوندي ډول انتقال او لمنځه یووړل.
د عملیاتو له بشپړېدو وروسته، د سیمې اوسېدونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو، تر څو د ناچاوده توکو په اړه د خلکو پوهاوی لوړ او د هغوی ځان او مال خوندي شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
