په بغلان ولایت کې 223 زیانمن شویو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
بغلان- د جوزا 4مه- 1401
د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست, هغو 223 کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله په یاد ولایت کې زیانمنې شوي وی, 9 قلمه خوراکي توکي ووېشل.
دغه مرستې چې له دقیقې سروې وروسته ترسره شوې هرې کورنۍ ته 50 کیلو اوړه, 25 کیلو وریجې, 7 کیلو ماش, 7 کیلو بوره, 10 بوتله مربا, 2 پاکټه چاکلیټ, 6 کیلو حبوبات, 1 کارټن بیسکویټ او یو یو کارټن مګي آش ووېشل شول.
