په خوست ولایت کې د پراختیایي او وقایوي پروژو له کارونو څارنه وشوه

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تخنیکي پلاوي او د انجنیري ټیم، د یاد ولایت په صبرۍ ولسوالۍ کې د پرخۍ لېسې پنځه صنفیزه، خلبسات بازار عمومي سړک فرش، د سیدالرحمن مارکېټ ګبیوني دیوال، د شاروالي مارکېټ ګبیوني دیوال، د نورۍ کلي صنفونه او چاپېریالیز دیوال، د بدي بند لېسې چاپېریالیز دیوال د پراختیایي او وقایوي پروژو د کارونو د پرمختګ څارنه وکړه.
دا پروژې چې د UN-Habitat موسسې په مالي ملاتړ، ټولټال د ۴۱۹,۰۰۰ ډالرو په ارزښت پلي کېږي، له کارونو څخه یې د څارنې پر مهال د ریاست د مسؤلینو لخوا ساختماني انجنیرانو او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د پروژو د کارونو ګړندي کولو، کیفیت په پام کې نیولو، له نقشو او تخنیکي اصولو سره سم د کارونو ترسره کولو په اړه لازمې لارښوودنې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د ولایت په کچه د ۱۵ پراختیایي او وقایوي پروژو کار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ پیل شوی و، چې له یادې جملې د ۴ پروژو کار بشپړ او ګټې اخېستنې ته چمتو دي او د پاتې نورو پروژو کار به په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره