په سالنګونو کي احتمالي زیانمنو ته د رسیدو لپاره لازم اقدامات ونیول شول

rahyab
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۱۲:۴۸
444

مطیع الله صافی د پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال پروان ولایت ته یی په سفر کي، د پروان ولایت والي، د ولایتي شورا مرستیال، د سالنګونو د ساتني رییس، د پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري رییس، د پروان ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي رییس، مدني ټولنو او رسنیو نهادونو سره د سالنګونو احتمالي زیانمنو ته د رسیدو لپاره د اقداماتو کولو په موخه د سالنګونو د وضعیت څخه لیدنه وکړه.
مطیع الله صافی د پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: دی وزارت د احتمالي زیانمنو ته د رسیدو په لپاره د ۵۸۸۰ پاکټو بسکوټ، ۴۴۰۰ معدني اوبو بوتلي، ۱۱ داني بخاري، ۱۱ داني کانټینرونه او ۱۳۲۰ کیلو خرماوي وپلورلی او د سالنګونو د ساتني رییس ته یی وسپارلي.
همدارنګه د پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال، د بیړنیو حالتو څخه د ژغورني خونو، په ژمي کي احتمالي زیانمنو سیمو او د دی شاهراه ماشینری ټیم څخه یی لیدنه وکړه او د پروان ولایت سیمه ایز حکومت او سالنګونو د ساتني رییس ته یی د هر ډول همکاری ژمنه ورکړه.

d


 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۰
Background image

د کونړ ولایت په منوره ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دغه ولایت د منورې ولسوالۍ د چنار کلي د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .