په لومړۍ ناحیه کې د ښویېدو په حال کې د ډبرو د ویجاړولو چارې چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی په چټکۍ سره روانې دي

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۲:۲۷
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) د لارښوونې پر بنسټ، چې د کابل ښار او د هېواد په کچه د هغو ډبرو د سروې او ویجاړولو د تخنیکي، مسلکي او باتجربه ټیم مشري کوي چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی و، د کابل ښار د لومړۍ ناحیې، درېیم ګذر، خواجه صفا په سیمه کې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو چارې د دې ادارې د مسلکي او تخنیکي ټیمونو له لوري په چټکۍ سره روانې دي.

د دې پروژې په چوکاټ کې، چې د یادې ادارې د پېښو چارو د انسجام معین په مشرۍ د تخنیکي، مسلکي او باتجربه ټیم له لوري تر سروې او ارزونې وروسته، نن یکشنبه د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام په ۱۲مې نېټې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ له ۷مې نېټې سره سمون لري، د کابل ښار د لومړۍ ناحیې، درېیم ګذر، خواجه صفا سیمه کې د ۱۳.۶۳ مترمکعب په ټولیز حجم درې ډبرې په خوندي ډول د دې ادارې د مسلکي ټیمونو له خوا ویجاړې شوې.

په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکو څرګنده کړه چې د استوګنې ګڼ شمېر کورونه او نور عامه تأسیسات د دغو ډبرو له جدي ګواښ سره مخ وو، خو اوس د دې خطر لویه برخه له منځه تللې او دغه بهیر د خلکو له هرکلي او ستاینې سره مخ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په کابل ولایت کې د خطرناکو ډبرو د سروې، ارزونې او تخریب لړۍ پیل شوې ده او دغه بهیر به په منظم، پلان شوي او پروګرام شوي ډول د هېواد په کچه دوام ولري، ان‌شاءالله.

یادونه: د کابل ښار او د هېواد د نورو ولایتونو له اوسېدونکو څخه غوښتنه کېږي، که چېرې په هره سیمه کې داسې ډبرې موجودې وي چې د استوګنې پر کورونو یې د رالوېدو خطر موجود وي، نو موضوع دې د اصولو او مقرراتو له مخې د اړوند ګذر د وکیل له لارې تعقیب او وروسته دې په رسمي، تحریري او مکتوبي ډول له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ سره شریکه کړي.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج مولوي نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په دلخکي کلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو جوړولو څلور وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له دفتر سره د هغږۍ پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .