په ننګرهار ولایت کې ۱۰۰ کورنیو غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
شنبه ۱۴۰۱/۵/۸ - ۱۱:۱۶
News

ننګرهار- د زمري ۸مه- ۱۴۰۱
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۱۰۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ووېشل، چې په دې مرستو کې کمپلې، فامیلی کیټ، د کور جوړونې وسایل، خیمه، فرش، ترپال، ګازډبه، سولر ګروپونه او نور توکي شامل دي.
همدارنګه د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري، ۲۰۱ زیانمن شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې چې ۷۴ کورنۍ د جلال آباد ښار اړوند وې، ۸۵ کورنۍ د بټي کوټ ولسوالۍ او پاتې نورې ۴۴ کورنۍ د کوټ ولسوالۍ اړوند وې. 
د یادونې وړ ده چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، د ماشومانو حلوا او بسکیټ ترلاسه کړل.
 

News

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۰
Background image

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې یوه ناچاوده د توپ مرمۍ کشف او خنثی شوه

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DAFA ماین پاکۍ مؤسسې تخنیکي ټیم د یاد ولایت د مرکز ایبک د حسن‌خېل لوارګي په کلي کې د ماین پاکۍ د عملیاتو پر مهال یو فیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۶
Background image

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي‌ لارې د پاکولو چارې پیل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دامان ولسوالۍ د نهر رباط په کلي کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DACAAR موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۲۰۰. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .