په ننګرهار ولایت کې ۲۹ زیانمنو کورنیو سره غیرخوراکي مرستې ترسره شوې
ننګرهار – د کب ۱۹مه-۱۴۰۲
د کډوالۍ نړۍ والې موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۲۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، د پخلنځي توکي، سولري څراغونه، ۱ تخته سطرنجي، د ژمي جامې، روغتیایي کېټ او د کور جوړولو وسایل ووېشل شول.
