په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماینپاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو عملیات ترسره کړل.
په کشف شویو او له منځه وړل شویو توکو کې ۵ فیره د راکیټ مرمۍ،۱ فیر د توپ مرمۍ،۳ خوشه یې بمونه ، ۱ لاسې ګرنیټ، ۱۳ فیره د دافع هوا مرمۍ او ۱۰ عدده بېلابېل ډوله فیوزونه شامل وه، چې د یاد ټیم له لوري کشف او د خونديتوب له اصولو سره سم له منځه یووړل شول.
د یادو عملیاتو موخه د سیمې د اوسېدونکو د ژوند خوندیتوب، د ناچاوده توکو له خطرونو څخه د خلکو ساتنه او د سیمې پاکول دي.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د ناچاوده توکو او شکمنو شیانو د لیدلو په صورت کې له لمس کولو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او په اړه یې اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.
