په پکتیا ولایت کې ۵۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې

پکتیا- د لړم ۸مه-۱۴۰۱
د WFP په مالي ملاتړ، د AGHCO موسسې د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې ۵۵۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶ کیلو دال او ۱ پاکټ مالګه ووېشل شول.