په پکتیکا ولایت کې 63 زیانمن شوو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش

rahyab
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۲:۲۳
99

پکتیکا - 1399 کال دلړم 6مه
د پکتیکا ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د کلیو پراختیا ریاست سره په همکارۍ, 63 کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله په یوسف خېل, یحی خېل او زرغون ښار ولسوالیو کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي وو, خوراکي او غیر خوراکي توکې ووېشل.
هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه وېجاړ شوي وو د خوراکي توکو دوه کڅوړې او یو د پخلنځی کېت, او په نیمه توګه وېجاړ شوو کورنیو ته د خوراکي توکو یوه کڅوړه چې 50 کیلو اوړه, 20 کیلو وریجې, 5 لیټره غوړي, 3 کیلو لوبیا, 3 کیلو بوره 2 کیلو مالګه, یو کیلو شین چای, یو دانه سطل او دوه د اوبو ډبې په کښې شاملې وی, د پېښو سره مبارزې رییس, د کلیو پراختیا ریاست او د ملي امنیت ریاست استازو په شتون ووېشلې.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

په سرپل ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماشومانو د ملاتړ دفتر ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو سروې بشپړه شوه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستیو سختو ورښتونو له امله د ده‌سبز ولسوالۍ په ناوه کلي کې د راوتلي سېلاب په پایله کې د زیانمنو شویو سیمو سروې او ارزونه وکړه.

د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .