په کابل کې د مرستو د رسونې دوام؛  له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د ۳۲۰ زیانمنو کورنیو لپاره د خوراکي او غیر خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۴:۴۰
تصویر خبر

نن سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د کابل والي الحاج ملا امین الله عبید، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس محترم مولوي نجیب الله انوری او د رسنیو استازو په شتون کې، په کابل ولایت کې د بېلابېلو پیښو له امله ۳۲۰ زیانمنو کورنیو لپاره د خوراکي او غیر خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
محترم ترابي صاحب د دغو مرستو د وېش پر مهال، د تېرې ورځي مرستو ته په اشارې سره چې په کابل کې ۵۰۰ کورنیو ته وېشل شوې وې، ټینګار وکړ چې دا لړۍ به تر خپل وس پورې دوام ومومي. نوموړي همدارنګه له مرستندویه ادارو څخه غوښتنه وکړه چې خپل ملاتړ زیات کړي او زیربنایي پروژو ته ډېره پاملرنه وکړي.
د محترم ترابي صاحب په وینا، نن په کابل کې ۳۲۰ هرې زیانمنې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ کیلو بوره، ۴۰۰ ګرامه کارنفلور، نیم کیلو مالګه، او د یونیسف موسیسی لخوا یوه کارتن چې دماشومانو لپاره څوارلس قلمه ژمنی  توکي پکې شامل دي، ووېشل شول.
همدارنګه، د کابل والي الحاج ملا امین الله عبید څرګنده کړه چې اسلامي امارت او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره تل د ولس ترڅنګ ولاړ دي او د دې نښه د نن ورځې مرستې دي چې زیانمنو کورنیو ته وېشل کېږي.
د یادونې وړ ده چې له دغو مرستو څخه  ګټه اخیستونکو مننه وکړه، خو ویې وېل چې دا بسنه نکوي او د نورو مرستو غوښتنه یې هم وکړه.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۴
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له رئیسې سره وکتل

نن د سه‌ شنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۰
Background image

د نیمروز ولایت د زرنج – چخانسور په عمومي سړک باندې د یو پلچک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت اړوند د زرنج – چخانسور پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۱۷ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې وېشلې 

د سمنکان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بیړنیو حالاتو کمیسیون له بودجې څخه د یاد ولایت په مرکز کې، د وروستۍ زلزلې له امله ۹۱۷ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .