په کندهار ولایت کې ۱۴۰ کړۍ ماینونه او چاودېدونکو توکي کشف او خنثی کړل شول

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۸:۴۴
news image

دکندهار ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د MCPA ماين پاکۍ موسسې په همکارۍ، تيره ورځ د دې ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د ١٤٠ کړۍ ماينونه او له جنګونو څخه د چاودېدونکو توکو پاتې شوني په بریالۍ توګه کشف او خنثی کړل.
له دې له جملې څخه یې ۳۳ د بشکې ماینونه وو، چې د خورا خطرناکو ماینونو له ډولونو څخه شمېرل کېږي.
د دې تخنیکي عملیاتو ترڅنګ د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه د سیمې اوسېدونکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه هم په لاره اچول شوي وو. د دې اقداماتو موخه د ژوند د ګواښونو کمول او د ماینونو د احتمالي خطرونو په اړه د ځایي خلکو د پوهاوي لوړول دي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست   ټینګار کوي چې د پاکولو او پوهاوي لړۍ به په نورو اغېزمنو سیمو کې هم دوام ولري.

نېټه: ١٤٤٦/١١/١٥ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد له خیرخواه کسانو څخه یو کس د پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې په موخه ۱,۶۹۶ جوړه بوټونه دې ادارې ته وسپارل

نن سهار د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد عالم علمیار، د هېواد د یو خیرخواه کس سید احمد سیلاب له لوري له زیانمنو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په فراه رود او خاک سفید ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۹۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ روغو شویو روږدو کسانو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام او د روږدو کسانو د پنډغالي آمریت سره په همغږۍ، د دې ولایت اړوند ۲۳ تنه روغو شویو روږدو کسانو ته له سروې وروسته د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .