پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د بدخشان ولایت مقام مرستیال سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۴:۲۰
تصویر خبر

کابل- د لیندۍ ۲۹مه-۱۴۰۱
محترم ملا محمد عباس آخند پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، نن په خپل کاري دفتر کې د بدخشان ولایت مقام مرستیال سره په بدخشان ولایت کې بشري وضعیت ته د رسېدنې او احتمالي زیانمنو لپاره د بشري مرستو وړاندې کولو په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په سالنګونو او په بدخشان کې د ځمکې ښوېدنې له امله وروستیو شهیدانو او ټپیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ووېل: موږ د خپلو دندو او اسلامي مسوولیتونو په پام کې نیولو سره تل هڅه کړې چې د پېښو له امله زیانمن شویو او اړمنو کورنیو ته رسېدنه وکړو.
محترم ملا محمد عباس آخند زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت کابینې د پرېکړې له مخې، په پامیرونو کې له احتمالي خطرونو سره مخامخ  ۳۵۰ کورنیو ته ۱۸ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي لېږدول شوي او وېشل شوي دي.
ورپسې د بدخشان ولایت مقام مرستیال د پامیرونو د احتمالي زیانمن شویو کسانو لپاره د وزارت له وروستیو فعالیتونو او رسېدنې څخه د مننې په ترڅ کې وویل: بدخشان ولایت د جغرافيايي موقعیت له امله په څلورو فصلونو کې د طبیعي پېښو له اغېزو سره مخامخ دی.
د بدخشان ولايت مقام مرستيال، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزير څخه وغوښتل چې وقایوي پروژې پلې کړي او زياتې بشري مرستې بدخشان ولايت ته واستوي .
په پاۍ کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ژمنه وکړه چې د بدخشان د خلکو ټولې ستونزې او ننګونې به د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکوي او زیانمنو شویو ته د رسېدنې لپاره به بشري مرستې رسوي.
 

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ١٨ شهیدانو او ٥ ټپیانو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د دره بوم، جوند، قادس، تګاب عالم، بالامرغاب ولسوالیو او مرکز قلعه نو اړوند د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د ١٨ تنه شهیدانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۲۱:۵
Background image

د یونیسف او د کډوالۍ نړیوال سازمان استازو د نیمروز ولایت د پل ابریشم په سیمه کې د دې ادارې په پنډغالي کې د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه وکړه

تیره ورځ شنبه، د یونیسف د دفتر استازې مېرمن ماریا بېګم او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) استازي محمد المصري د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله، د پل ابریشم په سیمه کې له ایران څخه د را. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۲۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې خپل ۱۳ عرادی نقلیه وسایط وپلورل

نن سهار، د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د ۱۴۴۷/۱/۵ نېټې د ۸۶ ګڼې حکم پر بنسټ، خپل ۱۳ بېلابېل ډوله نقلیه وسایط د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .