۱ میلیون، ۸۶۳ زره او ۶۰۰ افغانۍ ۲۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته په کندهار ولایت کې د کورونو د ترمیم لپاره ووېشل شوي

د اسلامیک ریلیف موسسې د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت ارغستان ولسوالۍ اړوند ۲۹ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوې و، له سروې وروسته د کورونو ترمیم لپاره ۱ میلیون، ۸۶۳ زره او ۶۰۰ افغانۍ ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته په بېلابېلې کټګوري کې له ۱۰۹۰۰ نه ۷۸۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
۲۹/۳/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره