۲ میلیونه، ۲۰۷ زره او ۲۵۰ افغانۍ ۸۱ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د غبرګولي ۳مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د Save the children موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۸۱ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته ۲ میلیونه، ۲۰۷ زره او ۲۵۰ افغانۍ ووېشلې.
په دی مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۷۲۵۰ افغانۍ ووېشل شوې. همدارنګه په دی لړۍ کې ۳۷۶ ماشومانو ته د لوبو توکي هم ووېشل شول.