۴۱ زیانمنو کورنیو په کندهار ولایت کې د سرپناه د ترمیم په موخه نغدي مرستې ترلاسه کړې
کندهار- د چنګاښ ۱۷-۱۴۰۳
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت غورک ولسوالۍ اړوند ۴۱ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته د سرپناه د ترمیم په موخه نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۶۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
