4 میلیونه 70 زره او 80 افغانۍ 368 زیانمنو کورنیو ته په پکتیکا ولایت کې د کورونو جوړولو لپاره ووېشل شوې
پکتیکا- د تلې 19مه-1402
د کنسرن موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په ګیان ولسوالۍ کې 368 کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې, د کورونو جوړولو لپاره 4 میلیونه 70 زره او 80 افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته 11060 افغانۍ ووېشل شوې.
