د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۵۹ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۰
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په سنګ آتش ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۱,۰۵۹ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، ۱۶,۴۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اوولس میلیونه او څلور سوه او شل زره او پنځه سوه پنځوس (۱۷,۴۲۰,۵۵۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۵۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د HOPA موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۴
Background image

د پنجشېر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د استنادي دیوال جوړولو د پروژې کار پرانیستل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا مؤسسې (ORDR) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د DAHW مؤسسې په مالي تمویل د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د صوفي‌قُله د خوړ د کیندنې چارې پیل کړې

د جوزجان ولایت د مقام د لارښوونې او د ټاکل شوي تخنیکي پلاوي د سروې له ترسره کېدو وروسته، د صوفي‌قُله خوړ د کیندنې عملي چارې پیل شوې.

د تخنیکي سروې له مخې، د کیندنې لپاره د ټاکل شوې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .