د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۷۵ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۵۳
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي پراختیایي او ټولنیزې موسسې (RSDO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په قادس او مقر ولسوالیو او مرکز قلعه نو کې د وچکالۍ له امله ۸۷۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، له یادې جملې ۳۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۲۵۴ افغانۍ، ۳۷۵ کورنیو هرې یوې ته د دویم پړاو ۵,۳۰۳ افغانۍ او ۲۰۰ نورو کورنیو هرې یوې ته ۵,۳۰۴ افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال اووه میلیونه او پنځه ویشت زره او شپږ سوه پنځه ویشت (۷,۰۲۵,۶۲۵) نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۱:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

۱,۱۴۲ زلزله ځپلو کورنیو ته په سمنګان ولایت کې نغدې مرستې ووېشل شوې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې ۱,۱۴۲ زلزله ځپلو کورنیو ته چې کورونه یې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ کورنیو ته د سرپناه د ترمیم او جوړولو لپاره نغدې مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .