د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۳ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ (Action aid) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د سیغان ولسوالۍ اړوند ۷۰۳ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۳,۰۲۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د ۲,۱۲۳,۰۶۰ (۲ میلیونه ۱۲۳ زره او ۶۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره