د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په زیباک ولسوالۍ کې ۱۵۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم او ۵ کیلو بوره ووېشل شوه.
د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په پار مننه او قدرداني وکړه.
