د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ کډوالو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په پلخمري ښار کې ۱۵۰ کډوالو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو وریجې او ۱۰۰ کیلو اوړه ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره