د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۵۶ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (ASIO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په ده صلاح او پلحصار ولسوالیو کې (۲۱۵۶) اړمنو کورنېو ته له سروې وروسته خوراکې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۴.۵۰ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال،۰.۵۰ کیلو مالګه او ۳ کیلو سوپرسیریل ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۱۱ هـ ق
له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
