د بغلان ولایت په ده‌صلاح ولسوالۍ کې د سیلابي لارې د پاکولو کار بشپړ شو

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۲۷
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام د لارښوونې پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ده‌صلاح ولسوالۍ د شهشان درې د سیلابي لارې د پاکولو کار په بریالیتوب سره بشپړ کړ.

د دې پروژې په بشپړېدو سره، شاوخوا له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ هغه کورونه، چې د سیلابونو له جدي ګواښ سره مخ وو، د سیلابونو د احتمالي زیانونو له خطر څخه خوندي شول.

د سیمې اوسېدونکو د دغې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې د سیلابونو د خطرونو په کمولو، د خلکو د ستونزو په هواري او عادي ژوند ته د بېرته ستنېدو لپاره یو اغېزمن ګام وباله.

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ چې د هېوادوالو د ځان او مال د خونديتوب په موخه به د وقایوي پروژو او د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو چارې په دوامداره توګه روانې وي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیو د بیارغونې او پرمختیایي پروګرام (RRDPO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۲
Background image

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۴ قلمه ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د اومر ماین پاکۍ مؤسسې د چټک غبرګون (OMAR-QRT-02) ټیم، د ډنډ پټان ولسوالۍ د حسن‌خېل کلي څخه ۴ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۱
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سید احمد سیلاب خیریه بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت د شینواري ولسوالۍ ۲۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سختو بارانونو له امله زیانمنې شوې وې، له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .