د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د GAALO او UNICEF موسسو په ملاتړ، په سپېرې ولسوالۍ کې له پاکستان سره د جګړې له امله ۱۰۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، د GAALO موسسې له لوري هرې کورنۍ ۵,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال شپږ سوه او شپږویشت زره او څلور سوه (۶۲۶,۴۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې او همدارنګه د UNICEF د دفتر له لوري هرې کورنۍ ته یو هایجن کېټ او د پخلنځي وسایلو لرونکی یو فامیلي کېټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
