د خوست ولایت په مرکز کې چاودېدونکي توکي کشف او له منځه یوړل شول

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۵۳
123

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ایریا ماین پاکۍ مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل.

د یادو عملیاتو په پایله کې،  ۴۱ عدده د مږوای ماینونه (Pomz-6)، ۱۶ فیره د RPG7 مرمۍ ۸۵ ملي مترۍ، ۲ فیره د هاوان مرمۍ ۸۲ ملي مترۍ او ۱۰۰ دانه فیوزونه (MUV) چې د سیمه ییزو اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی وو په خوندي توګه خنثی شول.

د یادونې وړ ده، چې د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست مسئولینو له خلکو وغوښتل، چې د هر ډول مشکوکو يا چاودېدونکو توکو د لیدو په صورت کې دې، ژر تر ژره له اړوندو مسؤلينو سره اړيکه ونيسي، تر څو یې د خنثی کولو لپاره اړين اقدامات ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۰۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۴:۱۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۴۲ کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې وووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د SCI او د PU-AMI موسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت اړوند د یو روزنتون یتیمانو، بې سرپرسته او د پاکستان د بریدونو له امله بېځایه شویو ۶۴۲. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې ۵ کړۍ چاودېدونکي توکي کشف خنثی کړل. 

د یادې مؤسسې اړوند (AIM-01. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۲۴ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام موسسې (AWDERO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .