د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۹۰۹ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) دی، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په روی دوآب ولسوالۍ کې ۱,۹۰۹ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته، هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول پنځه میلیونه او پنځه لکه او شپږ دېرش زره او سل (۵,۵۳۶,۱۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
له مرستو برخه منو کورنیو د دغو مرستو ترلاسه کولو په پار خوښي څرګنده کړه او د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست، د ASIO مؤسسې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) څخه یې د زیانمنو کورنیو د پر وخت ملاتړ او مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه.
