د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دغه ولایت په مرکز کې د قره باغ ولسوالۍ هغو ۸ کورنیو ته چې د سیلاب له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم، یو صندق او یو څراغ ووېشل سوه.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د اړمنو کورنیو وضعیت ته د پاملرنې او د مرستو پر وخت وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
