د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۱۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هنګري محترم دفتر په ملاتړ، د یاد ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې ۳۵۱۰ کورنیو ته چې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، نیم کیلو مالګه او ۶.۲۵ کیلو دال ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۳/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره