د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۳ زیانمنو کورنیو ته د شلټر(کور) جوړولو او ترمیم لپاره نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۲:۴۹
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAART موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، ۶۳ کورنیو ته د شلټر(کور) جوړولو او ترمیم لپاره د دویم قسط نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې ۲۴ کورنیو هرې یوې ته د درې خونو کور جوړولو لپاره ۷۰,۳۸۰ افغانۍ، ۲۴ کورنیو هرې یوې ته د دوو خونو کور جوړولو لپاره ۵۳,۲۹۰ افغانۍ، ۴ کورنیو هرې یوې ته د اساسي ترمیم لپاره ۱۴,۶۴۰ افغانۍ او ۱۱ کورنیو هرې یوې ته د جزئي ترمیم لپاره ۸,۷۸۰ افغانۍ ووېشل شوې.
دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د اقتصاد ریاست، د ولسوالۍ صلاحیت لرونکي استازي او د استخباراتو استازي په شتون کې په فردي ډول هرې مستحقې کورنۍ ته وسپارل شوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .