د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له پاکستان هېواد څخه ١١ راستنېدونکو کورنیو ته  خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۷:۲۵
تصویر خبر

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالو  ستونزو ته د رسېدنې کمېټې او د ولایت مقام په همغږۍ، له پاکستان هېواد څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ١١ کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ١ بورۍ ٥٠ کیلویي اوړه او له یاد شمېر کورنیو څخه ٨ کورنیو هرې یوې ته ١ عدد د ګاز ډبه او د ډوډۍ پخولو لپاره ١ تبخی ووېشل شو.    

نېټه: ۱۴۴۶/١٠/٢٩ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۰
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خارستان د پلچک جوړولو د پروژې له کار څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي عدالسلام عمر د خارستان د پلچک جوړولو د پروژې له کار څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د باران او سېلاب له امله ۳۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د PUMI موسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت په کوزکونړ، مهمندره، سرخرود ولسواليو او جلال آباد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٠٧ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO مؤسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام WFP دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .