د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په باغ پل کلي کې د ماشومانو لپاره له چاودېدونکو توکو څخه د خوندیتوب روزنیز پروګرام ترسره کړ
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په همکارۍ، د یاد ولایت په باغ پل کلي کې د ماشومانو لپاره له چاودېدونکو توکو څخه د خوندیتوب او له دې توکو سره د مخ کېدو پر مهال د کړنو په اړه د اړینې روزنې پروګرام ترسره کړ.
دا زده کړه ییز پروګرامونه په زیانمنو سیمو کې د ماشومانو د پوهاوي لوړولو او د هغوی د خوندیتوب د تأمین لپاره ترسره شول، چې پکې د چاودېدونکو توکو د خطرونو پېژندنه او د هغو له امله د پېښو د مخنیوي لارې چارې شاملې وې.
مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د ماشومانو لپاره د ډول روزنیزو پروګرامونو پلي کول د چاودېدونکو توکو له امله د مرګژوبلې په کمولو کې مهم رول لري او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
