د فراه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې څلور کړۍ د پرسونل ضد ماینونه کشف او خنثی شول
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د DRC دفتر د ماینپاکۍ برخې په تخنیکي همکارۍ، د فراهرود ولسوالۍ په دولتآباد کلي کې د PMN-2 ډوله څلور کړۍ د پرسونل ضد ماینونه کشف او په خوندي ډول یې خنثی کړل.
دغه عملیات د DRC دفتر د ماینپاکۍ برخې په تخنیکي همکارۍ، د ناچاودو توکو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د خوندیتوب رامنځته په موخه ترسره شول.
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست له هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د هر ډول شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې دې دغو توکو ته لاس ور وړلو څخه ډډه وکړي او د موضوع په اړه دې سمدستي اړوندو مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي.
