د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې دوه بوشکه یي ماینونه کشف او خنثی کړل شول

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۲۵
تصویر خبر

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AREA ماین پاکۍ مؤسسې د بېړنۍ ځواب وینې ټیم QRT09 سره په همغږۍ، د یاد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د AIMF0064 نمبر سیمې د محمد نورخیل په کلی کې، دوه عدده بوشکه یي ماینونه چې برقي چارج درلودنکي وې د یو متر په ژوروالي سره کشف او په خوندي توګه له منځه یووړل.
دا ناچاوده توکي په داسې حال کې کشف شول، چې څه موده وړاندې د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AREA او  DRC مؤسسو سره په ګډه د مرکز میدان ښار څخه د جلریز ولسوالۍ تر مرکز پورې له ناچاوده توکو څخه د دوهم لین سړک د پاکولو په موخه کار پیل کړی دی. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .