د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې او غیر خوراکي مرستې وویشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Serve Afghanistan موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله ۴۰۰ زیانمنو کورنیو ته د ژمنیو توکو برابرولو لپاره له سروې وروسته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۴,۵۰۰ افغانۍ او یو تخته ترپال ووېشل شول، چې نغدې مرستې ټولټال دوه میلیونه او یو سل او شپېته زره (۲,۱۶۰,۰۰۰) افغانۍ کېږي.

مرسته‌ اخیستونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او Serve Afghanitan موسسې څخه مننه وکړه او د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .