د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۲ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي او غیری خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۳۱
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک کډوالۍ سازمان  (DRC) تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په تخنیکي ملاتړ او د SIDA مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ ۸۲ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیری خوراکي مرستې ووېشلې .

په دې لړۍ کې د مسولینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵ تختې کمپلې او ۱۸،۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره یو میلیون او څلور سوه او شپږ اتیا زره (۱,۴۷۶,۰۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.

په پای کې، د مرستو‌ ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه مننه څرګنده کړه او د ورته مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۱۵
Background image

په زابل ولایت کې د مخکینی خبرداري درې سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام لخوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) دفتر سره د همغږۍ پر بنسټ، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاکجبار ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو او د خاورین چیک‌ډیمونو جوړولو له کار څخه څارنه وکړه

دا څارنه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست له لوري، د کابل ولایت مقام او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سالنګ ولسوالۍ په زیانمنو سیمو کې د سیلابي رسوباتو پاکولو او د محافظتي دېوالونو جوړولو کار پیل کړ

په همدې لړ کې، د باغ لالا کلي د ښوونځي لپاره د محافظتي دېوال د جوړولو پروژه د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس، سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .