د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د حرفوي زده کړو ۸۰ تنه زده کوونکو ته نغدې پیسې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۴۶
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې هغو ۸۰ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکو ته نغدې پیسې ووېشلې، چې د موبایل جوړولو، د سولر سیستم د ترمیم او نصب، سلمې دوزۍ او قالین بافۍ په برخه کې یې حرفوي زده کړې بشپړې کړې. 
په دې لړۍ کې هر زده کوونکي ته ۷,۱۴۰ افغانۍ نغدې پيسې ورکړل شوې، چې ټولټال ۵۷۱,۲۰۰ افغانۍ نغدې پیسې د هغوی لپاره ځانګړې شوې وې.
د سیمې خلکو او ګډونوالو د AYSO موسسې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې اقدام هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې دا ډول پروګرامونه به د هغوی د اقتصادي ودې او ځان‌بساینې په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .