د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د غني خېل ولسوالۍ خلکو ته د ژغورنې وسایل ووېشل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۲۲:۴۳
تصویر خبر

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي همکارۍ, د یاد ولایت غني خېل ولسوالۍ ویاله شاه خېل او مامندو کلیو اړوند د کلیو مشرانو ته د بېړنیو حالاتو پر وړاندې د چمتووالي لپاره په دوو کانټینرو کې د ژغورنې وسایل ووېشل.
د یادونې وړ ده چې په دې وسایلو کې ۶۸ قلمه لومړني درمل او د بېړنیو حالاتو پر مهال کارېدونکي اړین وسایل شامل دي.
ورته مهال, د کلیو مشرانو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او IOM سازمان څخه قدرداني وکړه, او دا وسایل یې اړین وبالل همدرانګه ویې وېل چې له دی وسایلو څخه به د بېړنیو حالاتو پر مهال ګټه واخلي.

نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۰۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۵:۳۱
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۲۸ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په فراه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۳:۱۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٤٧ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM او WFP سازمانونو په همغږۍ، د یاد ولایت په چک او نرخ ولسوالیو کې د وروستیو ویجاړوونکو سیلابونو له امله ٤٧ زیانمنو شویو کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .