د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په نازیانو، اچین، بټي کوټ، شینواري او سپین غر ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله ۳۶ زیانمنو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱ کیلو مالګه او ۱۲.۵ کیلو دال ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
