د ننګرهار ولایت په مهمند دره ولسوالۍ کې د یو محافظوي دیوال د جوړولو کار بشپر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۹:۵۹
تصویر خبر

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د آسیا په کچه د نړیوالو خدمتونو موسسې (CWSA) په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مهمند درې ولسوالۍ په هزار ناوجار کلي کې د ۲۳۵ متره په اوږدوالي او ټولټال د اته دېرش زره او اته سوه یو پنځوس (۳۸,۸۵۱) ډالرو په ارزښت د یو محافظوي دیوال جوړولو کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.

د دې پروژې کارونه د نوي سادات ساختماني شرکت له لوري ترسره شول او د پروژې په بشپړېدو سره ۵۰۰ کورنۍ، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، جوماتونه او ښوونځي د سېلاب له خطره څخه خوندي شول.

د سیمې اوسېدونکو د پروژې د ګټې اخیستنې په پار خوښي وښوده او د هغوی د ځان او مال د خوندیتوب په برخه کې یې دا یو مهم ګام وباله او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې موسسې څخه مننه او قدرداني وکړه.
 
نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .